IQNA

د مصر د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د ۵۷ هیوادونو استازي برخه اخلي

14:57 - January 29, 2023
د خبر لمبر: 3486819
ایکنا-(تهران)د مصر د اوقافو وزیر د مصر په نړیوالو سیالیو کې د اته پنځوسو هیوادونوشتون ته په اشارې سره د راتلونکی کال د روژې  د مبارکې میاشتې په اوه ویشتمه شپه ددغو سیالیو د غوره کسانو د درنښت د دستورو دترسره کیدا لپاره دپلانونې خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د الوطن له قوله راپور راکړ د مصر د اوقافو وزیر محمد مختارجمعه ددې خبر په اعلانولو سره روښانه کړه،د سیالیو د غوره کسانو د قدرونې او د جایزو د ورکولو دستورې به روان کال د روژې د میاشتې په اومه شبه  یعني د قدرپه شپه  ترسره  شي.

هغه په خبری ناستې کې د مصر د قران کریم د نړیوالو سیالیو د جزیاتو د ارزونې په باب چې د سلواغې د میاشتې په اتمه نیټه په قاهرې کې ترسره شوي ،ووئيل، په پایزو دستورو کې غوره کسانو ته د میډال پر ورکولو سربیره به نغدې جایزې هم ورکړل شي.

د مصر داوقافو وزیر ددغه هیواد له ولسمشر څخه ددغو سیایو د ترسره کیدا څخه د مالی ملاتړ، د جایزې د نغدو پیسود زیاتولو او  دقرآن کریم دخدمت دملاتړ په دلیل قدرونه او مننه وکړه.

هغه ددې خبرې په کولوسره چې دغه سیالۍ به د سلواغې په پنځلسمه نیټه یعني په راتلونکي شنبې ورځې پیل شي او تر پنځو ورځو پورې په دوام ولری ووئيل،په دغو سیالیو کې د ګډون کونکو  هیوادونو شمیر ۵۷ ته رسیدلی  چې ۳۳افریقائي هیوادونه پکې شامل دي او د مصر چاډ،اردن،فلسطین،عربستان،سوډان اوعمان څخه اووه قاضیان هم پکې برخه اخلي . به دغو سیالیو کې له درستې نړۍ یو سل اوه ګډون کونکي برخه  اخلي او د جایزې د پیسو په زیاتیدا سره  ئې جایزه هم دوه میلیون مصري پونډو ته رسیدلې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4118011/%D8%A

captcha