IQNA

ایران په سوریه او ترکیي کې له زلزله ځپلو سره  بشپړ بشردوستانه مرستې کوي

15:44 - February 07, 2023
د خبر لمبر: 3486867
ایکنا-(تهران)د ایران خارجه وزیر د سوریې له خارجه وزیر سره په تماس کې، د ایران د حکومت او د ولس د غمشریکي په څرګندولو سره، د بشردوستانه مرستو لپاره چمتووالې وښوده.

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د دوشنبې د شپې په زلزله کې پر ترکیې سربیره  په سوریې کې هم کابو یو زر او درې سوه  تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي او  زرګونو نور هم ژوبل شوي دي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره په تماس کې، د خواخوږي د څرګندولو په ترڅ کې وویل چي ایران د سوریې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره تیار دی.

فیصل مقداد د ایران او سوریې ولسونه د یو بل وړونه وباله چي په غم او ښادی کې سره شریکان دي.

یاده زلزله اکثره د سوریې د حلب ولایت، لاذقیې،ادلب او حماه په شمول ترکیې سره نژدې سیمې لرزولي دي، عبداللهیان په حلب کې د ایران له کنسولر سره په تماس کې د هغوی د سلامتیا په هکله ډاډ تر لاسه کړه او سوریې ته د مرستندویو ټیمونو د لېږدولو د بهیر د ګړندیتوب په ضرورت تاکید وکړ.وروستي راپورونه ښئ چې په ترکی  او سورئې کې  د پرون شپې په اوه اعشاریه اته  ریشتره زلزلې کې  کابو پنځه زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او په لسګونو زره نور ټپيان شوي دي او دغه راز په زرګونو ودانۍ هم نړیدلي دي. دا هم وئيل کیږي چې تر دې دمه په زرګونو کسان بې درکه شوي دي چې ښئ ممکنه ده  د مړو شمیر ډیر زیات شي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i127518

captcha