iqna

IQNA

بچوې
زلزله
ایکنا- د روغتیا نړیوالې ادارې وئيلي دي،د افغانستان په هرات کې له زلزلې څو میاشتې وروسته په دې سیمه کې ډېر خلک تر خیمو او یا لنډمهاله سرپناه لاندې ژوند کوي او له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3488531    خپرونې تاریخ : 2024/01/06

ایکنا-(کابل) د  روغتیانړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې د افغانستان  په هرات کې په تیرو میاشتو کې د زلزلو له امله ۴۳ زره ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول تاواني شوي چې په هغو کې ۲۳ فیصده ماشومان دي.
د خبر لمبر: 3488252    خپرونې تاریخ : 2023/11/11

ایکنا-(تهران) د افغانستان خلک تل د ایران د اسلامی جمهوریت د زحمتونو او مرستو قدردان دي .د ایران حکومت او ولس هیڅکله  د افغانستان خلک په مصیبنونو او پيښو کې یوازې نه دي پریښودلي او دا په داسې حال کې دي چې د بشری حقوقو د تش په نامه دفاع کونکي مدعیانو تل د افغانستان د خلکو مشکلات زیات کړي دي .
د خبر لمبر: 3488143    خپرونې تاریخ : 2023/10/21

ایکنا-( کابل ) د بې پولې ډاکټرانو اداره وائي چې  د افغانستان په هرات کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د قربانیانو شمیر له څلور نیمو زروتنو هم اوښتی او دغه راز کابو نهه زره نور  هم ټپیان دي .
د خبر لمبر: 3488088    خپرونې تاریخ : 2023/10/11

ایکنا-(هرات) د افغانستان په هرات ولایت کې په وروستۍ زلزلې کې د وروستیو راپورونو په اساس کابو ۴۵۰۰ کسان وژل شوي او کابو نهه زره نور ټپیان شوي دي چې ممکنه ده دغه شمیر نوره هم زیات شي.
د خبر لمبر: 3488085    خپرونې تاریخ : 2023/10/10

ایکنا-(کابل) دافغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسی  چارو مرستیال ملاعبدالغنی برادر هم له خلکو سره دخواخوږۍ  د ښودلو لپاره  نن  هرات ته تللی دی.
د خبر لمبر: 3488080    خپرونې تاریخ : 2023/10/09

ایکنا-(مراکش) په مراکش کې د انساني ارتباط دټولنې مشر سناءالوریاشي  له زلزله ځپلو سره  په مرسته رسونې کې ددغه هیواد د مدني ټولنو ا و اورګانونو پر رول په ټينګار سره په زلزله ځپلو سیمو کې د جوماتونو اود قرآن دحفظ دمرکزونو په ځاي د خیمو د لګولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3487999    خپرونې تاریخ : 2023/09/24

ایکنا-(مراکش) په مراکش کې د مک ډونالډ څانګې د  جمعې په شپه د زلزله ځپلو  د آرامښت اوخاطر او د زلزلې له قربانیانو سره د هدردئ په موخې سره ددغه ریستوران په ټولو څانګو کې تر درو ورځو پ،رې د قرآن کریم  دتلاؤت دخپرولو فیصله کړې ده.
د خبر لمبر: 3487950    خپرونې تاریخ : 2023/09/13

ایکنا-(مراکش)  په مراکش کې په همداوروستیو کې د شپږاعشاریه اته ریښتره زلزلې کې  چې  د مځکې په اته کلومیټرۍ ژوروالي کې  ئې مرکز ښودل شوی په دغه هیواد کې په وروستیو شپږو لسیزو کې  بې مخینې ده .
د خبر لمبر: 3487942    خپرونې تاریخ : 2023/09/11

قرآنی سورې/99
ایکنا-(تهران) د هغه څه په اساس چې په دینی او تفسیري کتابونو کې راغلی دي،آخرالزمان او قیامت  ورځ داسې نښې نښانې لري چط  په هغو کې لوئې زلزلې او د مردګانو بیرته ژوندي کیدا ته اشاره کولی شو. په دغه پړاؤ کې  انسان  خپل کارونه ویني او مځکه شهادت ورکوي چې  انسان څه څه کارونه کړي د ي.
د خبر لمبر: 3487681    خپرونې تاریخ : 2023/07/25

ایکنا-(تهران) د پاکستان او افغانستان د زیاترو سیمو  خلکو د زلزلې  له امله د تاوانونو له ویرې  له کورونو وتلي  او ترساعتونو پورې له کورونو بهر سړکونو او پارکونو کې پآتې شول.
د خبر لمبر: 3487074    خپرونې تاریخ : 2023/03/22

د طبیعي پیښو او بیړنیو حالاتو ادارې (AFAD) اعلان وکړ چې په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۴۴۲۱۸ ته لوړه شوه.
د خبر لمبر: 3486955    خپرونې تاریخ : 2023/02/26

ایکنا-(تهران) د سوریې په حلب کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍ اعلان وکړ: د حلب د زلزلې له امله ۱۲ زره سوري وګړي په دغه ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا په جوړو شویو ۹ کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي
د خبر لمبر: 3486900    خپرونې تاریخ : 2023/02/14

ایکنا-(تهران) د مسلمانو عالمانو  داتحادئې عمومی منشي د غیر واجب حج او څو ځلې عمرې اداکولو  د سفرونو لګښت د سورئې او ترکیې د زلزله ځپلو ته د بیلولو غوښته کړې او زلزله   ئې یو الهي آیت او طبیعي ښکارنده بللې او په دې باب ئې ځينی لیدتوګې  چې زلزله الهي عذاب دی ،رد کړې.
د خبر لمبر: 3486898    خپرونې تاریخ : 2023/02/14

ایکنا-(تهران)په مریکا کې جوماتونه او اسلامی مرکزونه هڅه کوي،دترکیې  او سورئې د   زلزله ځپلو لپاره د اړتیاوړ مرستې برابرې کړي.
د خبر لمبر: 3486887    خپرونې تاریخ : 2023/02/12

ایکنا-(تهران)باؤری خبری سرچینې وائي،امریکا او اروپايي هیوادونه سوریې ته د مرستو د رسولو مخه نیسي او دا په داسې حال کښې دي چې ترکیې ته د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو مرستې رسیدلي دي.
د خبر لمبر: 3486883    خپرونې تاریخ : 2023/02/11

ایکنا-(تهران)ویل کیږي چې په ترکیې او سورېئ کې له خاورو او کنډوالو د خلکو په رایستلو کښې ډیر مشکلات شته ځکه چې د ترکیې او سورئې حکومتونه دومره امکانات نه لري چې خلک په کم وخت کې له خاورو او کنډوالو راوباسي.
د خبر لمبر: 3486878    خپرونې تاریخ : 2023/02/09

ایکنا-(تهران) د ایران د سرې میاشتې دټولنې مشر پیر حسین  کولیوند  دغو دواړو زلزله ځپلو هیوادونو ته د  متخصصانو او مرستو د ډلو او جوپو  لیږد  ته په اشارې سره ووئيل،  د ایران دسرې میاشتې دایمرجنسي ډلو  کابو اتیا وګړي  سره د نجات او لټونې ټولو تجهیزاتو   د ترکیې او سورئې زلزله ځپلو سیمو ته لیږدول شوي  او دغه راز خپل فعالیتونه ئې پیل کړي هم دي.
د خبر لمبر: 3486874    خپرونې تاریخ : 2023/02/08

ایکنا-(تهران)په سلګونو فلسطنیانو پرون ناوخته په مسجد الاقصی کې په ترکیې او سورئې کې د زلزلو د قربانیانو د روح دخوشالولو لپاره  لمونځ قایم کړ.
د خبر لمبر: 3486871    خپرونې تاریخ : 2023/02/08

ایکنا-(تهران)د دوشنبې سهار وختي   اوه اعشاریه  اته ریشترې مرګونې اوزورورې زلزلې د ترکیې جنوبی سیمې او د سورئې شمالي سیمې سختې ولړزولې  چې  د وروستیو راپورونو په اساس تر دې دمه پکې څه دپاسه پنځه زره کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور ټپیان شوي دي
د خبر لمبر: 3486868    خپرونې تاریخ : 2023/02/07