IQNA

د ایرانیو حاجیانو په ټول کې مداحي(فیلم)

ایکنا – د ایران د نور مداحی ډلې غړو ،له قرآن کریم سره د انس د محفل په چوکاټ کې  په مدینې منورې کې د ایرانیو حاجیانو په ټول کې  د مداحئ او نعت پروګرام اجرا کړ.

ایکنانیوز راپور راکړی، د تهران د نور مذهبی مداحئ د ډلې غړو چې نن سبا  د نور د قرآنی کاروان په چوکاټ کې  د وحي په ټاټوبی کې  شتون لري،  په مدینې منورې کې  د بیت الله الحرام د حاجیانو په ټول کې  په شتون سره ئې  له قرآن کریم سره د انس د محفل  دترسره کیدا  په دوام کې پروګرام اجرا کړ.

ددغې ډلې غړي  د  ایران  د دیني مداحئ  او د تلاؤت په ډګر کې  پیژندل شوي څيرې  دي ، دغه ډله د سید محمد هادي قاسمي په سرپرستۍ کې فعالیتونه ترسره کوي.

علی خشنود، حمید شیخ زاده، امیر ابوالقاسمي او امیر محمد معصومیان  ددغې ډلې نور غړي دي.

ایکنانیوز ددغې ډلې  د  په زړه پورې اجرا یو ویډیوئي کلیپ ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/en/news/3493192