ایکنا-د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمدمصطفی(ص) او حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړې جشن د چارشنبې په ورځ د تهران له هفت تیر میدان څخه تر میدان ولی عصر پورې په چورلیت او لارې کې د پرله پسې څلورم کال لپاره د ؛د مهربانۍ پیغمبر؛ په عنوان سره ترسره شو.