IQNA

د نیمه شعبان نیکمرغه اختر او دجمکران مقدس جومات

ایکنا- د ایران د قم المقدس  ښار د جمکران سپيڅلی جومات چې د امام الزمان په جومات مشهور دی نن سبا  یوه ځلانده او نه هیریدونکي ولوله او پرتم لري.

ایکنانیوز راپور راکوي، د جمکران جومات نن سبا یوه داسې ولوله لري چې هر اانسان زړه ته تاندوالی بخښي او د  زمانې د امام  حضرت امام مهدي علیه السلام د  نیکمرغه میلاد یعني د شعبان د پنځلسمې نیټې  د جشنونو لپاره د تیاریانو په حال کې دی .جمکران جومات یوه داسې ولوله او پرتم وړاندې  کوي ، چې ګواکې شپه  او ورځ دلته کې وائ او د امام الزمان عجل الله تعالی فرجه الشریف په یاد  او دهغه بزرګوار د فرج او ظهور  لپاره مو دعاګانې  کولی او د پروردګار په درګاه سر بسجود وائ

د ایکنانیوز درست کارکونکي په دې مناسبت درستو پتمنو او د زمانې د امام ټولو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي او  په دې مناسبت د جمکران مقدس جومات  دپنځلسم شعبان د نیکمرغه میلاد په مناسبت د تیاریانو یو انځوریز راپور  هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.

 

https://iqna.ir/en/news/3496267