IQNA

10:19 - November 15, 2026
د خبر لمبر: 3493623

د امریکا لومړنی مسلمان سناتور به پر قرآن کریم لوړه وکړي

ایکنا- عبدالسید، چې د امریکا د متحده ایالاتو سنا یا مشرانو جرګې ته د لار موندونکي لومړني مسلمان په توګه یاد شوی، غواړي د لوړې مراسم پر قرآن کریم سره ترسره کړي.

عبدالسید

 ایکنا خبري اژانس د الجزیرله قوله راپور راکړ، د امریکا د میشیګان ایالت اوسېدونکي عبدالرحمن محمد السید، چې په عبدل السید مشهور دی، د «اېن‌پي‌ار» (NPR) راډیويي چینل له ویاندې لیلا فاضل سره په مرکه کې ویلي، چې غواړي د لوړې مراسمو پر مهال له قرآن کریم څخه استفاده وکړي.

هغه په دې مرکې کې ویلي دي: «زه به پر قرآن کریم لوړه وکړم. البته، لا تر اوسه ډاډه نه یم چې د قرآن کریم کومه نسخه به وکاروم. په دقیقه توګه نه پوهېږم چې کومه نسخه به وي، خو په هر صورت، حتماً به پر قرآن کریم لوړه کوم.»

دغه ډیموکراټ نوماند د نومبر د دریمې نېټې په منځمهاله ټاکنو کې خپل جمهوري‌پال سیال مایک راجرز ته ماتې ورکړې او ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۷ کال جنورۍ میاشت کې په سنا کې خپل کار پیل کړي.

السید د قرآن کریم دوو احتمالي نسخو ته اشاره کړې ده. هغه ویلي، چې توماس جفرسون د قرآن کریم یوه نسخه درلوده او کېت الیسون هم کانګرس ته د ننوتلو پر مهال د لوړې په مراسمو کې له همدې نسخې څخه استفاده کړې وه.

نوموړي همدارنګه یوې بلې نسخې ته هم اشاره کړې، چې د ده په وینا، دا په میشیګان ایالت کې د قرآن کریم لومړنۍ نسخه ده او ښايي وروستۍ ټاکنه یې همدا نسخه وي.

کېت الیسون چې هغه مهال د مینیسوټا ایالت د ډیموکراټ ګوند استازی او د امریکا کانګرس ته لار موندونکی لومړنی مسلمان و، د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په څلورمه نېټه په هغو سمبولیکو مراسمو کې، چې د کانګرس د هغه وخت مشرې نانسي پلوسي هم ګډون پکې کړی و، د توماس جفرسون له شخصي نسخې څخه استفاده وکړه.

د میشیګان پوهنتون کتابتون د قرآن کریم لرغونې خطي نسخې لري؛ خو د السید دا ادعا چې له دغو نسخو څخه یوه یې په میشیګان ایالت کې د قرآن کریم لومړنۍ نسخه ده، تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د امریکا اساسي قانون د فیدرالي دولتي دندو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول مذهبي ازموینه منع کړې ده او د سنا رسمي لوړه هم د کوم سپېڅلي کتاب کارولو ته اړتیا نه لري.

که السید د لوړې په مراسمو کې له قرآن کریم څخه استفاده وکړي، نو د راپورونو له مخې به د امریکا لومړنی سناتور وي چې دا کار ترسره کوي.

همدارنګه، رشیده طلیب چې د امریکا کانګرس ته  ټاکل شوې لومړنۍ مسلمانه ښځه ده، د خپلې لوړې د مراسمو لپاره د امریکا د دریم ولسمشر توماس جفرسون د قرآن کریم شخصي نسخه غوره کړې وه.

https://iqna.ir/fa/news/4389270

captcha