د افغانستان د بلخ ولایت د «دولت اباد» ولسوالۍ ولسوال محمد یوسف شاوال وویل طالبانو له نن سهار څخه په دغه ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو پرضد پراخ بریدونه پیل کړي دي چې تراوسه پکښې نهه (۹) پوځیان مړه او اوویشت(۲۷) نور ژوبل شوي دي .
هغه د هوايي مرستو نه رسیدل د افغانستان د امنیتي ځواکونو د درې مرګ ژوبلې سبب وبلل او زیاته یې کړه په اوویشت(۲۷) ژوبلو شویو عسکرو کښې شپاړس (۱۶) مرګي حاله دي .
بلخ د افغانستان د شمال په ناامنه ولایتونو کښې راځي او دلته د طالبانو حملې په داسې حال کښې دوام لري چې دغه ډلې تراوسه په هیواد کښې د جنګ د بندولو لپاره د نیغ په نیغه خبرواترو د پیلولو لپاره د کابل د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی .