ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ، د طالبانو د حکومت د تصفیه وي کمیشن مشر لطیف الله حکیمي نن د کندهار ، هلمند،زابل او ارزګان ولایتونو له امنیتی او دفاعي مسئولانو سره په ناستې کې ووئیل ، دطالبانو د لیکو تصفیه کول د افغانستان د نوي نظام د بقاء لپاره لومړنی اساسی شرط دی .
د تضفیه وی کمیشن د کار پیل له وخت راهسې تردې دمه څه د پاسه شپږ سوه کسانوچې د طالبانو له نامې ناسمه استفاده کوله ، په دوویشتو ولایتونو کې نیول شوي اویا له کاره ګوښه شوي دي .
حکیمي له دې مخکې هم وئيلي وو ، ددغه کمیشن د کار پیل له وخت راهسې تر دې دمه څه د پاسه شپږ سوه کسانوچې د طالبانو له نامې ناسمه استفاده کوله ، په دوویشتو ولایتونو کې نیول شوي اویا له کاره ګوښه شوي دي .
دغه کمشن په همداوروستیو کې په یوې ناستې کې وئيلي ، د طالبانو دغړو په وسله خپل سري عملیات او صحرائي محاکمې ممنوع دي .