IQNA

 اسلامی ایران د يخنۍ په رارسېدو د افغانستان د کډوالو په حالت ډير اندېښمن دی

21:53 - November 22, 2021
د خبر لمبر: 3485011
تهران (ایکنا) -د ايران اسلامي جمهوريت په خاصه توګه د يخنۍ په موسم کښې په داسې حال کښې چې په افغانستان کې سونګ په کافي اندازه نشته د دغه  هېواد مختلفو ښارونو ته مختلفې بشر دوستانه مرستې لېږلي دي.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د  ایران د اسلامی جمهوریت د  خارجه وزارت ویندوي سعيد خطيب زاده نن په خپل  اونیزې خبري ناستې کښې په خاصه توګه د يخنۍ موسم په رارسېدو سره د افغان کډوالو او مهاجرو د حالت په باره کښې د ايران پرېس د خبريال د پوښتنې په ځواب کښې وويل: د ايران ټولې   اړنده  ادارې به په تېره بيا په سختو موقعو کښې د افغانانو ترڅنګه وي.

د ايران د ډېپلومېسۍ د ادارې وياند زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت په خاصه توګه د يخنۍ په موسم کښې په داسې حال کښې چې په افغانستان کې سونګ په کافي اندازه نشته د دغه  هېواد مختلفو ښارونو ته مختلفې بشر دوستانه مرستې لېږلي دي.

خطيب زاده تاکيد وکړ: ايران له څه د پاسه څلوېښتو کلونو راهسې له څلور ميلينو زياتو افغانانانو کوربه ؤ او دے، خو دا حالات نه دوام نه شي پېدا کولې، په خاصه توګه په داسې حالاتو کښې چې نړيوالې ادارې څه ذمه واري نه قبلوي.

د خارجه وزارت وياند تهران ته د اېټمي انرجۍ د نړيوالې ادارې د مشر رافائل ګروسي د نن شپې د سفر په باره کښې وويل: آژانس پکار دے د فني ملګرتياؤ په لار کښې پاتې شي او اجازه دې ورنه کړي چې ځينې هېوادونه  خپلې سياسي ګټې او غرضونه په دغې نړيوالې ادارې وتپي.

خطيب زاده د عربو اتحاديې ته د سوريې د ستنېدو او په دې اړه د ايران د دريځ په باره کښې هم وويل: سوريه په عربو نړۍ کښې يو مهم او نه حذف کېدونکې رول لوبؤنکې ده او مختلف هېوادونه دې باور ته رسېدلي دي چې نه سوريه حذفېدونکې ده او نه دا د عرب نړۍ په ګټه ده چې سوريه په عربو نړۍ کښې د يو موثره رول لوبؤنکې په توګه حذف کړي.

هغه تهران ته د آذربائيجان جمهوريت د وزيراعظم د مرستيال شاهين مصطفی يف د تېرې ورځې سفر ته په باره کښې وويل: د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په باره کښې يو لړ ښۀ خبرونه رارسېدونکي دي او د دواړو هېوادو ترمېنځ به په مختلفو سطحو کښې سفرونه ترسره شي.

خطيب زاداه په دې اړه چې ايران په برجام کښې د نه ستنېدونکې ټکي ته ګرځي د امريکې د يو چارواکي د څرګندونو په اړه وويل: د روايتونو دا ډول تحريفول له امريکې سره څه مرسته نه شي کولې؛ امريکه د اوسني حالت ګرمه ده او پکار دے په عيني ضمانتونو سره بنديزونه ختم کړي.

د خارجه وزارت وياند تاکيد وکړ، که برجام اېټمي موافقه د ايران لپاره معلومې او روښانه اقتصادي ګټې د بهرني تجارت بحالېدل ونه لري نو په پرېکنده توګه پکار دے مقابل لورے دې پوه شي چې د خبرو اترو کېړکۍ به تر ابده خلاصه نه شي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i108702

captcha