IQNA

د میرمنو په برخې کې د قرآن نړیوالو سیالیو مقدماتي مرحله نن ماښام پاي ته رسیږي

15:24 - January 10, 2022
د خبر لمبر: 3485244
تهران(ایکنا) – د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو داته دیرشم پړاؤ د میرمنو په برخې کې مقدماتي مرحله  نن ماښام پاي ته رسیږي  او د مرغومې له دوویشتمې نیټې څخه   د سړیو په سویه پيلیږي او د همدغې میاشتې  تر پنځه ویشتمې نیټې پورې به   دوام ولري .

ایکناخبري آژانس  راپور راکړ،  د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ  مقدماتی مرحله له  پرونه ،یعني د مرغومې د میاشتې له نولسمې نیټې راهسې  د میرمنو په برخې  کې  او په درو ډلو کې یعني د د سړیو ، زده کونکو او  نابیناؤ په   وسیله پیل شوي  او تر نن ماښام پورې به پاي ته ورسیږي. او له دې وروسته به د سړیو د سیالیو مرحله پيل او تر پنځه ویشتمې نیټې پورې به دوام وکړي .

دغه مقدماتي مرحله په داسې حال کې پيل شوې چې  په دغو سیالیو کې ګډون کونکو له کابو یوه میاشت مخکې  خپل تلاؤتونه ، د سیالیو ترسره کونکي کمیټې ته لیږدولي  څو دغه آثار د ژیوري پلاوي په شتون سره په مقدماتي مرحلې کې  وارزول شي .

په دغې مرحلې کې د آغلو او ښاغلو په  دوو ډلو کې  اته ویشت   کسان قضاؤت کوي   چې لس قاضیان ئې بهرني  او اتلس نور ئې د ایران  حافظان اوقاریان  ټآکل شوي دي .  د ژیوري پلاوي بهرني قاضیان  ددغې  سیالیو قضاؤت د ویډیوئي  کنفرانس له لارې کوي او د پاکستان ، عراق  ، بحرین ، کویت ، لبنان ، افغانستان، مراکش ،ترکیې او سورئې څخه دغه قاضیان ټاکل شوي دي .

باید ووئيل شوي  چې د قرآن کریم  د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ  نهائي مرحله  هم سږکال په کب میاشت کې  او د اسلام دګران پيغمبر د مبعث په شپو ورځو کې ترسره کیږي . تر دې دمه   ددغې مرحلې دحضوري او  مجازي شونې په باب  قطعي فیصله نه ده شوې .

https://iqna.ir/fa/news/4027532 

captcha