د «ummid»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كتاب چې په نوی ډيلی ښار كښې ترې پرده پورته شوه، له دې نه مخكښې د ټولې كاناډا، آسټريليا، افريقې او د دبئ په اسلامی ښوونځيو كښې د استفادې وړ ګرځيدلی دی.
د كاناډا (ISSC) نومی د شيعه مطالعاتو اسلامی مركز هم دغه كتاب د خپلو آموزشی سرچينو په لړليك كښې اضافه كړی دی.
دغه كتاب د اخلاقو، معنويت، فلسفې، د پروردګار د هستۍ او سنتو ته د رجوع كولو په هكله ٥ بابه لری چې په فرانسوۍ، روسۍ، آلمانۍ او د انډونيشيا په ژبو ژباړل شوی دی.
د دغه كتاب مؤلفان همداراز په فارسی او اردو ژبه هم د دغه اثر د ترجمه كولو په حال كښې دی. 955723