IQNA

عراقی قاری!

له قرآنه د کویتی قاری آوزاری استفاده د الهي تعلیماتو له جوهرې سره په تضاد کې ده

17:13 - April 27, 2026
د خبر لمبر: 3492704
ایکنا- د عراق یوه نړیوال قاری اسامه کربلایی ټينګار کړی چې  د ایرا د اسلامی جمهوریت په ضد  د امریکایی صهیونیسټي د تیریو په توجیه کې د کویت  د یوه قاری مشاری راشد العفاسی  دریځ  چې  د قرآن شریف له آیتونو څخه  په آوزاري استفادې سره ترسره شوی، د الهی تعلیماتو له جوهرې سره په تضاد کې دی.

د کویت د کبیر جومات امام او ظاهری مشهور قاری مشاری العفاسی  په همدا وروستیو کې   د  «تبت یدین إیران واللی مع ایران»  په عنوان سره  هغو کسانو ته په خطاب کې چې له ایران سره ملګرتیا کوي،  خپله حقیقي څیره ئې نړیوالو ته ښودلې ده.

 هغه په دغه کلیپ کې، د «تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ»، آیت شریف  په تحریفولو سره  د ایران او د اخوان المسلمین د لاسونو د غوڅولو شعار ورکوي، بې له دې چې حتی  د ایران د میناب د شجره طیبه ښونځي د واړو انجونو   په وژلې او  په غزې کې د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته کومه اشاره ئې کړي وي. هغه په دغه کلیپ کې په عربو هیوادونو کې ځینی واکمن مشران ستایلي دي.

دکویت دغه ظاهری قاری  چې  په اسلامی نړئ    او مجازی فضا کې له خپل شهرته ناسمه استفاده کوي او په خينو عربو هیوادونو کې  د واکمنو رژيمونو په لاس کې په یوه آوزار بدل شوی دی، له دې مخکې  ئې له ډونالډټرمپ څخه غوښتي وو چې پر ایرانیانو دې د جهنم دروازې پرانیزي.

په همدې لړ کې  او د  ددغې موضوع د روښانه کیدا لپاره ایکنانیوز  د عراق  له نړیوال قاری حاج اسامه کربلایی سره  چې  د حسینی وعباسی  مقدس آستانونو مؤذن هم دی،یوه لنډه شان مرکه کړې ده.

اسامه کربلایی

ایکنانیوز له ښاغلي کربلايي وپوښتل چې  د مشاریالعفاسی وروستي دریځونه ترکومه  حده  له دغه حدیث سره چې ؛ ګواکې  د قرآن قاریانو باندې  چې د قران لعنت کیږي، غږمله  دی؟ نو هغه هم په ځواب کې ووئيل، کله یو مشهور قاری قرآن د تلاؤت یا قرائت  له  له خپلو هغو سیاسی خبرو سره غږمله  کوي، چې امریکایی صهیونیسټي  تیري توجیه کوي، یا یوه اسلامی ډله چې  د سلطه پالو ضده دریځونو په دلیل مشهورده، حملهکوي،  دغه چاره مونږ له دغه حدیث څخه  په یوه خطرناک ژور مثال سره مخ کوي.

قرآن کریم یوازې د تلاؤت لپاره  د کلمو ټولګه نه ده،بلکې یوه اخلاقی پروژه او  یو تمدني دریځ دی . هغه قرآن چې  له مظلومانو څخه ملاتړ او د ظلم ردولو  ته بلنه ورکوي،  له هغو خبرو سره  سمون نشي خوړلی  چې  د هغو کسانو لپاره چې د سیمې د خلکو په ضد کلابندئ ،وژلو او تیریو جرم ئې کړی وي، کوم اخلاقي پوښښ نشي  برابرولی. پر دې اساس، په هغو خبرو کې  له قران څخه  په آوزاری استفادې کې  واقعي خطره ده چې د هغه له جوهرې سره په تضاد کې وي.  

 هغه دغه راز ووئيل، د مشاری راشر العفاسی  خطره په دغه واقعیّت کې نغښتې ده چې هغه یوازې یو معموملی قاری نه دی، بلکې  په اسلامی نړئ کې  له پراخو مخاطبانو سره یو شخصیّت دی. دغه چاره  دهغه پر خبرو  له شخصي حوزې څخه ورهاخوا  اغیزې شیندي .کله  دغه شان دریځ چې  له سلفی – وهابی مخینې څخه سرچینه اخلی  چې  له تاریخي نظره  د اهل بیت علیهم السلام  دمکتب په ضد  په غلیمانه دریځونو مشهور وي، خپریږي، دمسلمانانو په تولنې کې  د تفرقې او درز اچونکو خبرو له بیا راپورته کیدا سرهمرسته کوي. هغه په دوام کې ډاګینه کړه ،په اسلامی نړئ کې د قرآنی فعالانو، قاریانو،حافظانو اومداحانو  لومړنئ دنده دا ده چې  روښانه شي ، قرآڼ یوازې د  تلاؤت په اجرا سره نه خلاصه کیږی او  د قرآن یو حقیقي قاری هغه څوک دی چې   د مسلماانانو د ټولنې په وړاندې د مسئلو په اړه ئې دریځ  د قرآن د آيتونو په اساس بڼه مومي. هغه څه چې لازم دي ، دا دی چې  له قرآن سره خپله اړیکه ، د تفکر ،فهم او ژمنتیا  په اساس بیا ورغوو، نه یوازې  د غږد ښه والي په اساس. ملت او امت یوه داسې قاری ته اړتیا لري چې  د قرآن کریم له تلاؤت مخکې  له قرآن سره ژوند وکړي او د هغه آیتونه  د خپل عمل معیار وګرځوي، او یوازې دغږ په اغیزشیندنې بسنه ونه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4348463

captcha