IQNA

په ریاض کې د کنفرانس پر مهال د ذهین قاري پروژې پرانستل شوه

13:42 - May 05, 2026
د خبر لمبر: 3492729
ایکنا- د ملک سعود پوهنتون د «هوښیاریا سمارټ  قاري» پروژه په ریاض کې د قرآن کریم د خدمت لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په کنفرانس کې نندارې ته وړاندې کړه.

ایکنانیوز د اقتصاد الیوم له قوله راپور راکړی، دا پروژه د  ماډرن ټکنالوژیو د مخکښو څېړونکو او متخصصینو په همکارۍ سره جوړه شوې او موخه ئې دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل اینټلیجنس) له لارې داسې متقابل وسایل رامنځته کړي چې د قرآن کریم د معناوو لا روښانه او دقیق درک ممکن کړي.

دا طرحه د هغو علمي هڅو یوه برخه ده چې غواړي پرمختللې ټیکنالوژي د قرآني محتوا د خپرولو او خدمت لپاره په نړیواله کچه وکاروي.

د «هوښیار یا سمارټ  قاري» پلیټ فورم د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ داسې ټیکنالوژي وړاندې کوي چې د قرآن د ژباړو لپاره په بېلابېلو ژبو کې د طبیعي غږ په څېر تلاوتونه تولید کړي.

دا پلیټ فورم د قرآن د متن د ژباړې لپاره پرمختللي وسایل هم برابروي او غیر عربي ویونکو ته دا اسانتیا ورکوي چې د آیتونو دقیقې معناوې په ساده او متقابل ډول درک کړي.

دغه ټیکنالوجي د انسان د واقعي تلاوت په څېر د غږونو په تقلید سره، او د معنا د دقت په ساتلو سره، د کاروونکو تجربه هم ښه کوي.

دا پروژه د یو هوښیار یا سمارټ  متن لرونکي ټیګز ‌ سیستم کاروي چې د وقف، تسلسل او د قرآني معناوو نرموالی د کلمې او جملې  په کچه په دقیقه توګه څرګندوي.

همدارنګه، یو غږیز ماډل هم لري چې د مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل اینټلیجنس) پر بنسټ ولاړ دی او کولای شي د تلاوت طبیعي غږونه له لوړ دقت سره بیا تولید کړي، او د عربي ځانګړو تورو سم  تلفظ یقیني کړي.

دا سیستم د متن د کنټرول یو چوکاټ هم وړاندې کوي چې د غږ لحجه، سرعت او وقفې د منظمولو امکان برابروي،  څو د ژباړل شوو متنونو له تفسیري معناوو سره سمون ولري.

دا پروژه د کمپیوټر ساینس او معلوماتي علومو د پوهنځي علمي تخصص له ټولنیزو مشارکتونو سره یوځای کوي او په سعودي عربستان کې د ټیکنالوژۍ په برخې کې همکاري پیاوړې کوي.

دا ملګرتیا  د داسې علمي لید له مخې ترسره کېږي چې موخه ئې د نوښتګرو ډیجیټلي حل‌لارو رامنځته کول دي، څو انلاین اړیکو ته وده ورکړي او د خلکو ترمینځ فرهنګي اړیکې پیاوړې کړي، او همدارنګه د څېړنو په برخې کې نوښت ته وده ورکړي او د مصنوعي ځیرکتیا کارونه په دیني او علمي برخو کې پراخ کړي.

د دې پروژې پراختیاکوونکي غواړي چې دا پلیټ فورم نور هم پراخ کړي، څو نورې ژبې او نوي قاریان پکې شامل شي او په ټولې نړۍ کې  د غیر عربي خلکو خدمت وکړي.

د دې پروژې موخه دا ده چې د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیائي وسایلو له لارې د قرآن کریم د معناوو درک د نړۍ له ۱.۵ میلیاردو څخه زیاتو مسلمانانو ته اسانه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4350305

captcha