IQNA

د هندوستان په حيدر اباد ښار كې په سيرت النبی(ص) په موضوع نندارتون تر سره كیږی

20:35 - March 05, 2012
د خبر لمبر: 2286194
نړيواله ډله: د هندوستان په حيدر اباد ښار په ميوزيم "سالار جنګ" كې د سيرت النبی په موضوع د عكسونو او پوسټرو نندارتون انتظام شوی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "Shafaqna" خبری نيت ؤرك یې نقلوی چې دا نندارتون له دريمه مارچه تر پينځلسم مارچ پورې دوام لری. په دې نندارتون كې په سپیڅلی ځايونو كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د زوكړې ځای، د هغه مبارك د مور او پلار د هديرې عكسونه، د بی بی خديجه كور، د الاقصی جومات، د بدر ، احد او تبوك جنګونو ځايونه سره خلك اشنا كوی.
د خيبر قلعه، د امام علی عليه السلام جومات، د مكې مكرمه د فتح، هغه ځای چې ابابيلو د ابرهه په لښكر حمله وكړه او داسې نور تاريخې او اسلامی مقامونو انځورونه په دې نندارتون كې موجود دی.
965838
captcha