IQNA

د پرديو مغرضو سرچينو په خبرونو استناد د نظام د مخالفانو د هدفونو پوره كول دی

22:33 - April 23, 2012
د خبر لمبر: 2311121
د كلتور او هنر ډله: د غوئی د روانې مياشتې په وړومبۍ ورځ په يو تخصصی هنری سایټ كښې ((د قرانی ايتونو په نسبت په كنېډا كښې د مېشته فوټوګرافر د سپكاوی)) ترعنوان لاندې د يو مضمون له خپرېدو په كنېډا كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز په كړچار باندې له نيوكې وروسته دغې كلتوری مركز يو لړ وضاحتونه وړاندې كړی دی چې يوه نسخه یې د اېكنا خبری اېجنسۍ په اختيار كښې د خپرولو لپاره وركړې ده.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په كنېډا كښې د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز عمومی روابطو د هنری خبری سایټ په يو خبر كښې مطرح شويو دعوو ته په ځواب كښې يو لړ وضاحتونه وړاندې كړل. دغه جوابيه اېكنا خبری اېجنسۍ ته لېږلې شوې ده چې پكښې راغلی دی چې د زمانه نومې رېډيو د مغرض او پردی سايت د مندرجاتو چې د يو هنری خبری سایټ لخو یې بڼه نيولې ده له مخې او بې له تحقيق څخه د يو مضمون خپرول او بيا یې غېر منطقی نتيجه اخېستل په كامله توګه يو غېرحرفه اقدام دے.
په دغې جوابيه كښې راغلی دی چې ډېره د افسوس خبره ده چې نوموړی خبری اېجنسۍ په كامله توګه په يو غېر پېشه ورانه اقدام كښې او يوزې د يو بېګانه او مغرض سایټ د مندرجاتو له مخې يو داسې خبر خپور كړے د نظام د مخالفانو او مغرض سایټ د چلوونكو د غوښتنې په لړ كښې دے
991407
captcha