IQNA

په كروشيا كې د حضرت فاطمه د شهادت په مناسبت د غم ناسته تر سره شوه

17:58 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314525
سياسی او ټولنيزه ډله: د كروشيا په زاګراب ښار كې د حضرت فاطمه د شهادت په مناسبت د اهل بيتو مينه والو په شمول ډيرو ايرانيانو هم د عزادارۍ ناسته ترسره كړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان یې نقلوی.
دا پروګرام د اپريل د مياشتې په څلور ويشتمی نیټی د جامی لمانځه نه پس د قران پاك تلاوت سره شورو شو د قران پاك د تلاوت نه پس د ايران اسلامی په كروشيا كې سفير ښاغلی شريف خدایې د حضرت زهرا د سخت ژوند او د هغې پاكې بی بی د شخصيت په بيلا بيلو اړخونو رڼا واچوله.
هغه د اهل بيتو په شان كې بيا په تيره د بی بی زهرا سلام الله عليها په شان كې نازل شوی د قران پاك ايتونو ته اشاره وكړه او د هغو ايتونو تفسير یې بيان كړ.
د ويلو ده چې د پروګرام په پای ې بی بی زهرا سلام الله عليها زيارت ولوستل شو او نوحه او سينه زنی هم وشوه.
994670
captcha