IQNA

فتوا، د شريعت ضوابط او نړيوالې كيدونكې لانجې نومې كتاب خپور شو

21:38 - April 30, 2012
د خبر لمبر: 2315490
سياسی او ټولنيزه ډله: (فتوا، د شريعت ضوابط او نړيوالې كيدونكې لانجې) (اشكالية الفتوى بين الضوابط الشّرعية وتحديات العولمة) نومې كتاب چې په همدې نامه د الجزاير په تلمسان ښار كښې په بين المللی كانفرنس كښې له مطرح شويو موضوعاتو څخه اخيستې شوی وو، د دغه هيواد د اوقافو او دينی چارو د وزارت له خوا په عربی ژبه چاپ شو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د افريقائی څانګې د رپورټ له مخې: د الجزاير د اوقافو او دينی چارو وزارت په دې هكله اعلان وكړ: په بين المللی كانفرنس كښې د فتوا، د شريعت قوانين او ضوابط او د نړيوال كيدونكو لانجو د مسئلې په هكله وړاندې شوې طرحې، لارې چارې او سټراټيجۍ په همدې عنوان سره چې (( تلمسان، په ٢٠١١ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پلازمينه)) د برنامو په چوكاټ كښې ترسره شوې، د يوكتاب په شكل كښې چاپ شوې.
د دغه رپورت له مخې، د كتاب په وړومبی باب كښې د مفتی د مقرراتو، شرايطو، دلايلو، ضوابطو او مفاهيمو، په فتوا كښې د شك او ابهام او د هراړخيز مرجيعت د مسئلې، د مفتی د مقام د علمی صلاحيت، په فتوا او اسلامی شريعت كښې د سهولت د قواعدو او د فتوو د بې بندو بارۍ او د هغو د خطرونو په هكله خبرې شوې دی.
د دغه كتاب په دوئم باب كښې د مصيبتونو د رفع كولو لپاره د جمعی او ډله ايزې فتوې او د اجتهاد موضوع، په فتوو كښې اختلاف او د خلكو ډله ايز كړچار، شرعی سياستونه او په اقتصادی فتوو كښې په بياكتنې باندې د هغو اثر، د الجزاير په ټولنه كښې د فتوې د ګڼ شمير مراجعو او يو نظر لرونكې فتوې او د اسلامی او غيراسلامی ټولنو په فكری امنيت باندې د هغو اغيزې مطرح او وړاندې شوې دی. 995121

captcha