د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد پرون د تهران د كتاب د پينځويشتم (۲۵)نړيوال نندارتون د پرانستلو په مراسمو كښې وويل د سرحدونو او محدوديتونو ختمول او د انسانانو، متفكرانو او هنرمندانو د پيوند لپاره د فرصت رامينځته كول د تهران د كتاب د دغه نندارتون ځانګړنه ده.
د ايران ولسمشر د تهران د كتاب نړيوال نندارتون يوه كلتوری پیښه وبلله چې هر كال ګڼ شمير نظر خاوندان، هنرمندان او متفكران سره راغونډوی چې د هغوې ترمينځ يو ګډ ټكی رامينځته كړی.
د ايران ولسمشر په دې خبرې ټينګار سره چې د تهران د كتاب نړيوال نندارتون د بشری ټولنې لپاره له نيكمرغۍ د ډك راتلونكی په رامينځته كولو كښې يو اغيزشيندونكی اقدام وی هيله وكړه د تهران د كتاب نړيوال نندارتون د ملتونو ترمينځ په كلتوری فيسټيوال بدل شی.
د تهران د كتاب نړيوال نندارتون له پرون څخه پيل شوی او لس ورځې به دوام ولری.
998017