IQNA

په لاهور كښې د اسلام پراختيا د ((رقيه بنت علی)) د تبليغ او ارشاد په بركت ده

23:35 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318910
د كلتور او هنر ډله: د پاكستان په لاهور ښار كښې په ((بی بی پاكدامن )) باندې د مشهورې ((رقيه بنت علی)) د شتون په بركت او په نتېجه كښې د اسلام د تبليغ او ترويج لپاره دهغې د هڅو په نتيجه كښې د دغې سيمې خلكو اسلام قبول كړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د عصمت او طهارت له خاندان څخه په بی بی پاكدامن باندې مشهوره ((رقيه بنت علی)) په نهمه هجری قمری پېړۍ كښې له مدينې منورې څخه هجرت وكړ او د پاكستان له مختلفو ښارونو څخه په تېرېدو سره بالاخره په لاهور ښار كښې مېشته شو او د خلقو په لارښوونه او هدايت كولو یې لاس پورې كړ.
د دغې قدرمنې مېرمن د ياد د نمانځلو په خاطر ((په برصغير كښې د اسلام وړومبنۍ مبلغه)) ترعنوان لاندې يو كانفرنس د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز او د بی بی پاكدامن د مزار د بيارغونې او پراختيا د پروژې د كمېټۍ په همكارۍ سره له پينځو سوو نه د زياتو سياسی ، مذهبی، كلتوری او پوهنتونی شخصيتونو په ګډون سره د تېرې شورو په ورځ د غوئی د مياشتې په ١٣ نېټه د لاهور ښار په ((آواری)) هوټل كښې وشو.
دغه كانفرنس د قران مجيد د مباركو ايتونو په تلاوت او ورپسې د پاكستان د ولسشمر آصف علی زرداری د پيغام په لوستلو سره شروع شو او وروسته وېناوالو د يوې مخكښې په توګه چې د لاهور د خلكو لپاره یې اسلام او ايمان په ډالۍ كښې راوړۀ د بې بی پاكدامن د منزلت او مقام په اړه يو لړ مطالب بيان كړل.
1000307
captcha