IQNA

په سيراليون كې د حضرت فاطمه زهرا د نيكمرغه زوكړې په مناسبت كانفرنس تر سره كیږی

17:09 - May 10, 2012
د خبر لمبر: 2322763
د هنر او ادب ډله: د مئی په دولسمی نیټی د د حضرت فاطمه زهرا د نيكمرغه زوكړې په مناسبت په سيراليون كې دايران كلتوری مركز په كوششونو سره يو كانفرنس تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان یې نقلوی چې د دې كانفرنس عنوان فاطمه بی بی د تاريخ بيلګه، د معرفت سرچينه، د ټول زمانو او نسلونو كې د ښځو بصيرت او بيدارۍ دی.
د كانفرنس د فریټون ښار د اسلامی كالج او د اهل بيت عليهم السلام مركز په همكارۍ سره او د څلورو سوه زيات عيسايانو او مسلمانو ښځو شخصيتونو او د ښځو د نړيوالو تنظيمونو مشرانو په شتون كې تر سره كیږی او د ايران سفير او د كلتوری مركز مشر په كانفرنس كې وينا كوی.
همدارنګ په جوماتونو او نور كلتوری مركزونو لكه "مدرسه امام صادق(ع)" ، "مدرسه الہادی(ع)" او "مدرسه اہل بيت(ع)" كې د جمعی، شنبه او اتبار په ورځې مختلف پروګرامونه تر سره كیږی.
1003801

captcha