د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه نندارتون كښې چې د ايران د كلتوری مركز په همت سره د ملګرو ملتو د سازمان د نمائندګۍ په نژديو كښې ترسره شو، د ايرانی ښځو د خوشخطۍ آثار د مينه والو د ليدنې لپاره وړاندې شول. د خوشخطۍ دغه نمونې د ځينو داخلی فيسټيوالونو غوره شوې نمونې دی چې نيويارك ته لیږلې شوې دی.
د دغه نندارتون په دوئمه برخه كښې هغه انځورونه شامل دی چې په مختلفو ټولنيزو او اجتماعی ډګرونو كښې د ايرانی مسلمانو ښځو له فعال شتون څخه اخيستې شوې دی.
دغو عكسونو د مينه والو لپاره په مختلفو علمی، آموزشی، كلتوری، ورزشی او تربيتی ډګرونو كښې د ايران د ښځو كوششونه نندارې ته ایښی دی. 1008853