د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) د ميلاد د جشن مراسم د لوزاكا ښار د امام رضا (ع) په نامه جومات كښې د مسلمانانو او د عصمت او طهارت د كورنۍ د مينه والو په شتون سره ترسره شول.
په دغو مراسمو كښې په زامبيا كښې د ايران كلتوری سلاكار حجت الاسلام والمسلمين حسين صابری ټولو مسلمانانو په تيره بيا ښځو ته د دغه نيكمرغه ميلاد د مباركۍ په وئيلو سره، د ټولنې په مختلفو ډګرونو كښې د مسلمانو ښځو د شتون لازموالے او اهميت وڅیړه.
دوی بيا د اسلام له نظره د دغه شتون د ضرورياتو او قواعدو په بيانولو لاس پورې كړ او حجاب او ستر ئې د دين د يوې ډيرې مهمې سپارښتنې په توګه د پام وړ وګرځوه او هغه ئې د ښځې د كرامت په حفاظت باندې د اسلام د ژمن والی محصول وباله او د خپلو ويناؤ په يوه بله برخه كښې ئې په قرآن كښې د مور د لوړ مقام په باب خبرې وكړې. 1011534