IQNA

امام خمينی او د انسان كرامت نومې غونډه په قرقيزستان كښې ترسره شوه

22:06 - June 02, 2012
د خبر لمبر: 2339525
د علم او پوهې ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د ستر معمار د ملكوتی رحلت د رارسيدو په درشل كښې د (حضرت امام خمينی (رح) او انسانی كرامت) نومې علمی، ادبی او دينی غونډه په بيشكك كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د فرهنګی او كلتوری مركز په ودانۍ كښې ترسره شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د ايران د فرهنګی او كلتوری سلاكار او د ايران او قرقيزستان د دوستۍ د تنظيم د رئيس رحيم جان اف په شتون او د ګڼ شمير مذهبی، پوهنتونی او فرهنګی شخصيتونو، د رسنيو د خاوندانو او په قرقيزستان كښې د استوګنو ګڼ شمير ايرانيانو او آذريانو په ګډون سره ترسره شوه.
د ايران د كلتوری سلاكار محمدحسين عابدينی وينا، د ارواښاد امام (رح) د ژوند په هكله د يو لنډ فلم خپرول، او ميلمنو ته د فرهنګی بستو يا پيكيجونو وړاندې كول د دغې غونډې له نورو برنامو څخه وو كومه چې وړمه ورځ ترسره شوه. 1022375

captcha