د «Microfinance Focus»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د (اسلامی تفكر د اقتصاد د مؤسساتو د جوړولو او اداره كولو د څرنګوالی) په عنوان سره د اسلامی اقتصاد د ډګر د فعالانو او متخصصانو او په دغه ډګر كښې د فعاليت د مينه والو د يوموټی كولو، د هغو ترمينځ د رابطې د ټينګولو او د هغوی د روزنې او پراختيا په موخه ترسره كیږی.
د حلالې پانګونې او سرمايه ګزارۍ د فرصتونو څیړنه، د ونډو يا شيئرز د بازار ژوندی كول، د اسلامی تفكر د اقتصاد د محصولاتو وړاندې كول او خپرول او د فقر له بلا نه د خلاصون لپاره له فقيرانو او غريبانو څخه ملاتړ، د دغه كانفرنس د ترسره كولو له نورو اهدافو څخه دی. 1030913