IQNA

د نصره القرآن بين المللی مقابلو د حمايت لپاره د عراق د شيعه مسلمانانو د اوقافو د ادارې د چمتووالی اعلان

23:50 - July 02, 2012
د خبر لمبر: 2359544
بين المللی ډله: د عراق د شيعه مسلمانانو د اوقافو د ادارې رئيس په راتلونكو كلونو كښې د عراق د نصره القرآن بين المللی مقابلو د ترسره كيدنې د ملاتړ لپاره د دغه ارګان د بشپړ چمتووالی خبر وركړ.
د نون خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د عراق د شيعه مسلمانانو د اوقافو د ادارې رئيس سيدصالح الحيدری چې د عراق د نصره القرآن د بين المللی مقابلو په دويمه دوره كښې د ګډون كونكو او د دغو مقابلو د ترسره كونكو يو شمير مسئولانو سره په كتنه كښې ئې خبرې كولې څرګنده كړه: د شيعيانو د اوقافو اداره د دغو مقابلو د بشپړ ملاتړ لپاره چمتو ده او د قرآن د عظمت او سترتوب په وړاندې د دغو سياليو د ترسره كولو سره د اوقافو د ادارې مرسته ناڅه ده.
سيدصالح الحيدری د نصره القرآن د بين المللی مقابلو په دويمه دوره كښې د ګډون كونكو او د دغو مقابلو د مسئولانو سره له كتنې څخه خپله خوشالی څرګنده كړه او د انسانی ټولنو په بڼه نيولو كښې ئې د قرآن په اهميت باندې ټينګار وكړ. 1042767
captcha