IQNA

په العمید سیالیو نهائي مرحلې کې د محسن قاسمي په زړه پورې تلاؤت(فیلم)

14:44 - April 20, 2026
د خبر لمبر: 3492683
ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت تکړه قاری او قرآنی استاد محسن قاسمي  د عراق د العمید قرآنی نړیوالو سیالیو  په دریم پړاؤ کې  په نهائي مرحلې کې  د رعد مبارکې سورې په زړه پورې تلاؤت کړی دی.

ایکنانیوز  راپور راکړی،  د عراق د العمید  نومې قرآني نړیالې سیالئ  د دریم پړاؤ مقابلې د رمضان المبارک په شپو ورځو کې ترسره شوي او  په هغو کې د ایران داسلامی جمهوریت تکړه نړیوال قاری او قرآني استاد محسن قاسمي  ددغو سیالیو لومړی ځائيګی خپل کړی دی.

 دغه سیالۍ د مصر، ایران ،انډونیشیا،فیلیپین، ملایشیا، عراق، لیبیا ،پاکستان، افغانستان، مراکش پشمول  له ۵۳ هیوادونو څخه  کابو درو سوو  ټاکل شوو قاریانو  په مقدماتي مرحلو کې  او دغه راز په نیمه نهائي او نهائي  مرحلو کې ګډون وکړ.

محسن قاسمي  ددغو سیالیو په نهائي مرحلې کې  د رعد مبارکې سورې له ۱۹ تر ۲۸ پورې آیتونه تلاؤت کړي  چې بلاخره ئې د قاضیانو په فیصلې سره  ددغو سیالیو لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

محسن قاسمي له دې مخکې  د ملایشیا د قرآنی سیالیو په پنځه شپیتم پؤاؤ کې  چې دتیر کال مرداد یا زمری یا اسد میاشتې کې ترسره شوي ، څلورم ځایګی خپل کړی ؤ.

کد ویدیو 

https://iqna.ir/fa/news/4345977

captcha