د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه قرآنی غونډه پرون د ايران د اسلامی جمهوريت د يو مشهور قاری او د مصرې د قاريانو د اتحادئې د رئيس محمدمحمودالطبلاوی په شتون سره ترسره شوه.
د حسينی مقدسې روضې د قرآن سره د مينې او انس غونډه د كربلا په دارالقرآن پورې د پيئلی د قاريانو او حافظانو د تنظيم د رئيس اسامه كربلايی لخوا د وحی د كلام د يوشمير آيتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د مصر مشهور قاری او دغه هيواد د قاريانو د اتحادئې رئيس محمدمحمودالطبلاوی قرائت وكړ.
د امام حسين عليه السلام په روضې پورې پيئلې دارالقرآن الكريم اراده لری چې د روان كال د روژې په مباركه مياشت كښې هم د قرآن كريم سره د مينې غونډې ترسره كړی چې په دغو غونډو كښې به د مصر تكړه قاريان راوبلل شی.
1043707