عقيل عبدالحسېن الياسير په دوام كښې زياته كړه: د قران په نندارتون كښې د حضرت عباس (ع) د زيارت په سټال كښې د خاصومعيارونومطابق خاص ډېكورېشن شوې او پكښې د دغه مقدس زيارت تصويری پوسټرونه لګول شوی دی.
هغۀ همدارنګ د دې په بيانولو سره چې دغه پوسټرونه د نندارتون په ورځو كښې كتونكو ته ډالۍ كیږی څرګنده كړه:له نندارتون سره اړوند ټول مقدماتی كارونه د حضرت عباس علمدار (ع) د زيارت د فكری او كلتوری چاروله برخې سره د اړوند اېنټرنټی څانګې په همت سره ترسره شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې د حضرت عباس (ع) زيارت تر اوسه د عراق په دننه او بهر كښې په ګڼ شمېر نندارتونونو او فېسټيوالونو كښې ګډون كړے دےچې د مينه والو له هركلی سره مخامخ شوے دے.
1058375