IQNA

د قران شريف له شلم نړيوال نندارتون څخه د اويا مصری قاريانو او حافظانو كتنه

21:42 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374937
د قرانی فعاليتونو ډله: له مصر څخه اويا تنو د قران شريف قاريانو او حافظانو نن د قران شريف له شلم نړيوال نندارتون څخه كتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د مصر تقريباً اويا قاريانو او حافظانو چې د ايران اسلامی جمهوريت ته یې سفر كړے دے نن د زمری د مياشتې په وړومبۍ نېټه د قران شريف د شلم نندارتون كتنه وكړه.
د دغه رپوټ له مخې دغو مصری قاريانو او حافظانو له روژه ماتی نه مخكښې د هېواد د قرانی فعاليتونو د پراختيا او ترويج او غږملتيا د مركز له مشر حجت الاسلام والمسلمين حميد محمدی سره ددغه نندارتون كتنه وكړه.
همدارنګ په دغه غونډه كښې چې پكښې د ايران يو شمېر برترو قاريانو هم شتون لرۀ يو شمېر مصری او ايرانی قاريانو د قران شريف يو شمېر ايتونه تلاوت كړل او همدارنګ د ايران د همخوانۍ او تواشيخ يوې ډلې مختلف قرانی پروګرامونه اجرا كړل.
په دې كتنه كښې د ايران د قرانی فعاليتونو د پراختيا او ترويج او د غږملتياد مركز مشر حجت الاسلام والسملمين حميد محمدی د ايران په اسلامی جمهوريت كښې د قرانی فعاليتونو يو رپوټ هم وړاندې كړږ
د يادونې ده چې دغو مصری قاريانو او حافظانو تېره شپه د چنګاښ د مياشتې په ٣١ نېټه د هېواد له قرانی ټولنې سره د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره كتنه وكړه او له هغوی څخه يو شمېر ه د قران شريف يو لړ مبارك ايتونه تلاوت كړل.
1059510
captcha