IQNA

د قران شريف د نندارتون نړيواله برخه د زمری د مياشتې په نهمه نېټه پرانېستل كیږی

19:26 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377594
نړيواله ډله: د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون د نړيوالې برخې مدير د زمری د مياشتې په نهمه نېتۀ د ګل په ورځ د دغې برخې له پرانېستلو څخه خبر وركړ.
د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون د نړيوالې برخې مدير علی آقانوری د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب د بيانولو په ترڅ كښې وويل: د نړيوالې برخې د پرانېستلو مراسم به د زمری د ميشاتې په نهمه نېټه 21:30 بجې له روژه ماتی نه پس د تهران په مصلا كښې جوړیږی.
علی آقانوری په دوام كښې زياته كړه: د نندارتون په نړيواله برخه د مختلفو هېوادونو هنرمندان او څېړونكی په دوو هنری او څیړنيزې زمينو كښې خپل اثار وړاندې كوی او له مختلفو هېوادونو څخه د ښځو او سړيو په شمول يو شمېر د قرانی اثارو شخصيتونه، هنرمندان، محققان او علمی شخصيتونه په دغه برخه كښې د ګډون لپاره دعوت كړې شوی دی.
هغۀ زياته كړه په نړيواله برخه كښې ګډون كوونكی به د زمری دمياشتې په شپږمه نېټه د جمعې په ورځ ايران ته رارسیږی، او بنګلا دېش، افعانستان، روس ، فلپائن، پاكستان، ګانا،الجزائر، تركی ، لبنان، تاتارستان، بوسنيا هرزوګوينه او شام په دغه برخه كښې له ګډون كوونكو هېوادونو څخه دی.
هغۀ څرګنده كړه دغه برخه به د لسو ورځو لپاره په نندارتون كښې فعاليت ولری او په دغه موده كښې به د ګډون كوونكو هېوادونو قرانی هنری اثار او تختيانې د عامه خلقو نندارې ته اېښودلې شی.
علی آقانوری همدارنګ وويل: سږ كال مو د اسلامی بېدارۍ د بحث په اهتمام سره كوشش كړے دے چې څېړونكی په دغه مقصد سره د قران شريف د نندارتون په نړيواله برخه كښې ګډون وكړی او د هغوی لپاره مختلفې غونډې او لېدنې كتنې ترسره شی.
هغۀ اميدڅرګند كړ چې په نړيواله برخه كښې ګډون كوونكی هنرمندان به خپلو هېوادونو ته له ستنېدو نه پس د ايران اسلامی جمهوريت قرانی كاركردګی خلقو ته منتقل كړی.
1060670
captcha