IQNA

د محصلينو د قرآنی مقابلو سيالانو ته په اسلامی بيدارۍ كښې د ايران د رول د بيانولو لازموالے

19:39 - July 29, 2012
د خبر لمبر: 2380208
د قرآنی فعاليتونو ډله: د پوهنتونی جهاد كلتوری معاون په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې په اسلامی بيدارۍ كښې د ايران رول پكار دی د قرآنی محصلينو د بين المللی سياليو د برخه والو لپاره بيان كړو، څرګنده كړه: هغه شعار چې بايد د مقابلو په دې دوره كښې انګازې وكړی، ((جهاد، قرآن، بيداری، عزت او د امام خمينی لاره او عزت)) دے.
د پوهنتونی جهاد كلتوری او فرهنګی مرستيال عليرضا زجاجی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په قرآنی چارو كښې د پوهنتونی جهاد د رسالت او دندې په بيانولو لاس پورې كړ او وئې وئيل: د پوهنتونی جهاد د كلتوری برخې يوه دنده د قرآن كريم په څانګه كښې تعليم، ترويج او تبليغ ته لاس اچول دی او د هرې قرآنی موضوع په باره كښې ئې ځانګړې برنامې پلان كړې دی. د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په وينا پوهنتونی جهاد پكار دی خپل فعاليتونه په ترجيحی توګه غوره او وياړمن انتخاب كړی.
دۀ څرګنده كړه: د مسلمانو محصلينو د قرآن بين المللی سيالۍ هغه ستره او پرتمينه برنامه ده چې په كال ١٣٨٥كښې ئې وړومبۍ دوره په اصفهان كښې، دويمه دوره ئې په كال ١٣٨٧كښې په تهران كښې او د دغو نړيوالو مقابلو دريمه دوره په كال ١٣٨٩كښې په مشهدمقدس ښار كښې ترسره شوه. دغه مقابلې يو نوښتی كار دے او مثال نلری. د ايران د اوقافو او خيريه چارو د سازمان د قرآن نړيوالې مقابلې د هر عمر لرونكو لپاره ترسره كیږی او كوم خاص قيد او شرط نلری.
د پوهنتونی جهاد كلتوری مرستيال څرګنده كړه: ايكنا خبری آژانس د ٤٠ژبو په لرلو سره قرآنی تعاليم او خبرونه خپروی چې د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې په تبليغ او اطلاع رسونه كښې ترټولو زيات رول لوبوی. 1063725

captcha