د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د علامه سيد كمال الحېدری د زياتو معلوماتو او پرېكنده او منطقی ځوابونو په دليل له هغۀ سره په مناظره كښې له مختلفو عربو هېوادونو څخه د علامه سيد كمال الدين الحېدری له ټيلی ويژنی پروګرام سره د تماس نيوونكو پاتې راتلل د دې سبب شوی دی چې سعوديانو په مناظره كښې دغه شيعه دينی عالم ته د ماتې وركولو په خاطر د خلقو د حوصله افزائۍ لپاره يو مېليون سعودی ريال انعام مقرر كړی. د ايت العظمی شهيد سيد محمد باقر صدر له شاګردانو څخه ايت ا... العظمی سيد كمال الحېدری د الكوثر نړيوال چېنل په ((مطارحات فی العقيده)) پروګرام كښې د سنی وروڼو له كتابونو څخه په استناد سره د وهابيت او تكفير ډلې د عقائدو چټی توب او دروغ والے ثابتوی.
د ايت الله الحېدری پروګرام په عربو هېوادونو كښې له ترټولو زيات كتونكی لرونكو پرګرامونو څخه دے چې زياتره كتونكی د خپلو دينی پوښتنو تپوس له هغۀ نه كوی او حتی ځينې سرزوری سلفيان هم په دغه پروګرام كښې د هغۀ په خلاف سختې او ترخې وېناوې كوی.
1084880