د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د nationspresse د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان د الميادين ټيلی ويژنی چېنل په دغه رپوټ كښې پخلے وكړ، د تيونس زياتره سلفيان له القاعدې سره د وابسته ((النصره)) ډلې غړی دی چې په اوس حال كښې د شام په مختلفو ښارونو په تېره بيا په حلب ښار كښې د عامه خلقو او سركاری ځواكونو په وژله باندې لګيا دی.
دغه كسان شام ته له داخلېدو نه مخكښې لېبيا ته داخلیږی او هلته د بنغازی او مصراته په ښارونو كښې د القاعدې په خصوصی كېمپونو كښې تربيت حاصلوی. دغه وهابيان او سلفيان له تربيت حاصلولو نه پس تركیې ته او بيا شام ته داخلیږی.
له دغو څخه يو تيونسی وهابی دالميادين چېنل له خبريال سره په مركه كښې وويل چې مونږ غواړو چې په شام كښې اسلامی شريعت راولو او دغه ملك مسلمانانو ته وسپارو.
همدارنګ العرب اليوم ورځپاڼې د اردن د وهابيانو او سلفيانو د مشر محمد احمد الشعبی په نقل سره چې اوس د شام په خاوره كښې فعاليت كوی وليكل: همدا اوس له سلو نه زيات سلفی مجاهدان په النصره ډله كښې په غړيتوب حاصلولو سره د شام له نظام سره دمبارزې په حال كښې دی.
دغه ورځپاڼه په دوام كښې دا پوښتنه كوی چې ((څه معلومه ده چې همدغه كسان چې نن د اردنی مجاهدينو په نوم د شام په خلاف مبارزه كوی سبا د خپلو وسلو مخ د اردن د خلقو په لور ونه ګرځوی؟.
1085962