د (نون) خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری ايجنسۍ(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه احتجاجی او اعتراضی ناسته د كربلا له اوسيدنكو څخه د سل هاؤ عراقيانو په شتون سره د عراق او سعودی عربستان په ګډه پوله كښې په پرتې جديدعرعر نومې سيمه كښې ترسره شوه.
تحصن او اعتراض كونكو په بقيع اديره كښې د معصومو امامانو عليهم السلام د پاكو قبرونو د بياجوړونې او د دغه زيارتی ځائې د سپكاوی د نه كولو غوښتنه وكړه.
عراقی خلكو همداراز د تكفيرونكو لخوا د اسلامی مقدساتو د سپكاوی نه كولو په ضرورت باندې ټينګار وكړ.
د عراق علمی او كلتوری فعالان، دينی علماء او د عراقی ټولنې نورې مختلفې ډلې په نوموړې اعتراضی هړتال او پرلت وهنه كښې ګډون كونكی وو. 1087042