IQNA

الاخضر ابراهيمی: په شام كې له پوځی لاسوهنې سره سخت مخالف يم

13:51 - September 02, 2012
د خبر لمبر: 2403358
نړيواله ډله: د سوریې په چارو كې د ملګرو ملتونو استازی الاخضر ابراهيمی په دې هېواد كې له پوځی لاسوهنې سره مخالفت وكړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د سوریې په چارو كې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اخضر ابراهيمی د سوریې په چارو كې له پوځی لاسوهنې سره د مخالفت ترڅنګ ټينګار وكړ چې په سوريه كې پوځی لاسوهنه د سياسی لارو چارو له ماتې سره د مخامخېدا په معنا ده.
ابراهيمی د سوریې د كړكيچ د حلولو او تاوتريخوالی د ختمولو پر اړتيا په ټينګار سره په دغه هېواد كې د نړيوالو او عربی سوله ساتو ځواكونو له ورتلو سره مخالفت وكړ او ويلی یې دی چې تر اوسه پورې دې ته اړتيا نشته او د سوریې د ښكيلو لوريو یې وغوښتل چې د دغه هېواد د كړكيچ په ختمولو كې مرسته وكړی.
http://irna.ir/News/80304645/اخضر-الابراهيمی-خواستار-توقف-خشونت-ها-در-سوريه-و-آغاز-روند-سياسی-شد/خارجی/
captcha