IQNA

د امام موسی صدر د برخليك د معلومولو لپاره په موريتانيه كښې د لبنان د بهرنيو چارو د وزير سلامشورې

21:01 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405192
نړيواله ډله: د لبنان د بهرنيو چارو وزير وړمه ورځ د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د برخليك د معلومولو لپاره موريتانيه ته لاړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ ((الانتقاد)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، دلبنان د بهرنوی چارو وزير عدنان منصور وړمه ورځ د موريتانیې پائېتخت نوآكشوټ ته لاړ چې د معمر قذافی د امنيتی ادارې له مشر عبدالله السنوسی څخه چې لېبيا ته د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د سفر له ټولې واقعې نه خبر دے پوره پوره معلومات ترلاسه كړی.
د امام موسی صدر د برخليك د معلومولو د كمېټۍ غړے هېثم جمعه او له مراكش څخه قاضې حسن شامی هم موريتانيه ته لاړل او له عدنان منصور سره يوځاےشول.
د لبنان د بهرنيو چارو وزارت له دې مخكښې د موريتانیې له مسئولانو سره د تماس په ټينګولو سره دغه هېواد ته د عدنان منصور له سفر نه خبر كړل چې دموريتانیې حكومت د دې مسئلې هركلے وكړ.
د موريتانیې له مسئولانو سره په كتنه كښې لبنانی وفدله السنوسی سره د تماس يا په ائنده كښې د دغه مسئوليت د ترسره كولو لپاره د لبنان لخوا د يو امنيتی پلاوی د ګمارولو لارې چارې څېړی.
د رارسېدلو رپوټونو له مخې د لېبيا نوی چارواكی او حتی فرانسوی چارواكی د السنوسی په باره كښې د معلوماتوحاصلولوپه حقله كوشش كوی چې د پېرس متعلق د كېسونو په باره كښې چې السنوسی ترې خبر دے يو لړ تحقيقات وكړی.
د موريتانیې استخباراتی چارواكو له دې مخكښې عبدالله السنوسی د دغه هېواد په پائېتخت كښې ونيوۀ. د قذافی د حكومت په زمانه كښې د استخباراتو د مشر په توګه د السنوسی پوسټ ته په پام سره داسې ښكاری چې هغه د لېبيا د پخوانی مشر له نۀ په ډاګه شويو رازونو څخه خبر دے.
1090146
captcha