د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړړ له قدس شريف سره د ملاتړ اسلامی – مسيحی شورا په دغې بيانيه كښې وويل چې د مقبوضه قدس شريف صهيونېسټی ښاروالۍ فېصله كړې ده چې د باب الرحمه لرغونی اوتاريخی قبرستان يو زر اته سوه میټره جنوبی برخه قبضه كړی.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی: صهيونېسټ رژيم هره ورځ د قدس شريف ښار يو نه يو اسلامی او مسيحی مقدس ځاے باندې تېرے كوی او جوماتونه ، كليساګانې او نور مقدس او عبادتی ځايونه او فلسطينی خلق د خپلو حملو هدف ګرځوی او اوس یې مړو ته مخه كړې ده چې په باب الرحمه تاريخی قبرستان كښې هم ارامښت او سكون له منځه يوسی.
له قدس شريف او مقدساتو څخه د ملاتړ اسلامی – مسيحی شورا د دغې بيانیې په اخېر په اسلامی مقدساتو باندې د صهيونېسټی فوځيانو او صهيونېسټ مېشته ښاريو اوسېدونكود تېريو او په فلسطينی ښاريزو باندې د حملو دوام په سختۍ سره وغندهاو له نړيوالو ادارو او تنظيمونو څخه یې وغوښتل چې ددغو تيرګرو اقداماتو د بندولو لپاره دې عملی ګامونه اوچت كړی.
1090119