د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سفير نيوز اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د يورپ شورا، د ملګرو ملتو د علمی او كلتور د زدكړو تنظيم يونېستكو او د يورپ د امنيت او همكارۍ له تنظيم سره وابسته د بشری حقوقو او ډېموكرېټكو تنظيمونو په ملګرتيا سره يو لړ داسې كتابچې او پمفلټونه چاپ كړی دی چې د يورپی ملكونو په سكولونو كښې له اسلام نه د ويرونې له بهير سره د مقابلې طريقې د زدكړو مسئولانو او ماشومانو ته وروښئ.
دغه كتابچې او پمفلټونه به د نوی تعليمی كال له شروع كېدو نه د ټولو يورپی هېوادونو په ټولو مدرسو كښې تقسيم شی.
د يورپ شورا د يوې بيانیې په خپرولو سره ټول مدرسان دعوت كړی دی چې د دغو تربيتی كتابچو په لوستلو سره دې له اسلام څخه د ويرونې او د مسلمانانو په خلاف د تبيعيض څخه مخنيوے وكړی او اجازه دې ورنكړی چې افراطی عناصر او ډلې د مسلمانانو غېر واقعی څېره د سكولونو ماشومانو او زده كوونكو ته وړاندې كړی.
1092241