د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايرنا خبری اژانس یې نقلوی چې د پاكستان مسلمانو خلكو، او د د غه هيواد شيعه او سنی مسلمانانو او د جماعت اسلامی او وحدت مسلمين په شان مذهبی ډلو نن د جمعې له لمانځه وروسته د دغه هيواد په مختلفو سيمو منجمله، كراچۍ، اسلام اباد، لاهور، پیښور، حيدر اباد او نورو ښارونو كې تر سختو امنيتی تابياوو لاندې مظاهرې وكړې.
مظاهره چيانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه سپكاوونكی فلم د جوړوونكو د سزا زمينه دې برابره كړی.
يو شمير مذهبی شخصيتونو او ټولنيزو فعالانو په خپلو ويناوو كې امريكا او د صهيونسټ رژيم عناصر د دغه سپكاوونكی فلم ملاتړی وګڼل او هغه یې وغندل.
د پآكستان د وحدت مسلمين عمومی منشی امين شهيدی په دغه مظاهرو كې د ايرنا خبريال ته وويل : اسلامی نړۍ د امريكا د دولت او صهيونسټ رژيم دغه شرموونكی اقدام هیڅ كله نه شی زغملی او مسلمانان له خپلو دولتونو غواړی چې د امريكا حكومت د دغه فلم د جوړوونكو د سزا كولو لپاره تر فشار لاندې راولی.
د جماعت اسلامی امير مولانا منور حسن هم له دولته وغوښتل چې د امريكا سفير دې خارجه وزارت ته احضار كړی او ورته له احتجاجه وروسته، یې له هيواده وشړی.
http://irna.ir/fa/News/363941/خارجی/مسلمانان_پاكستان_هتك_حرمت_به_ساحت_مقدس_پيامبر_اكرم_﴿ص﴾_را__محكوم_كردند