د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا( د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د تيونس له قهر او غصې نه ډكو احتجا كووونكو د امريكې له سفارتخانې څخه د دغه هېواد بېرغ راكوز كړو.
د تيونس احتجاج كوونكو همدارنګ په دغه هېواد كښې د امريكې په سفارت باندې د كاڼو په ورولو سره د دغه ودانۍ شيشې ماتې كړې او دغه سفارت ته تلونكی سړك باندې یې اورونه بل كړل.
قهر جنو تيونسی مسلمانانو همدارنګ د سفارت په ودانۍ باندې محمد رسول الله (ص) بېرغ ورپوۀ او له دغه هېواد څخه د امريكې د سفير د شړلو غوښتنه یې وكړه.
د تيونس پوليسو په زغره والو ګاډو او اسونو سره په مظاهره كوونكو باندې یې حمله وكړه او د جنګی ګوليو په ډزو او اوښكې بيوونكو ګېسونو په وېشتلو سره یې د هغوی د خورولو كوشش وكړ.
له بلې خوا د رارسېدلو رپوټونو له مخې په خرطوم كښې د امريكې سفارتخانې ته اور ورته كړے شړ
د رپوټ له مخې د سوډان په پائېتخت خرطوم كښې يو شمېر قهرجنو مظاهره كوونكو په دغه هېواد كښې د امريكې سفارتخانې ته په داخلېدو سره د هغې ودانې ته اور ورته كړ. چې لمبې یې اسمان ته اوچتې شوې.
همدارنګ د سفارتخانې د پاسه وسله والو ځواكونو په مظاهره كوونكو باندې ډزې وكړې.
همدارنګ د برطانیې مسلمانانو هم نن د نړۍ د نورو هېوادونو د مسلمانانو په شان د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له سپكاوی نه د ډك فېلم په خپرېدو باندې د امريكې او اسرائيلو په خلاف مظاهره وكړه.
د رپوټ له مخې په سلګونو مظاهره چيانو په لندن كښې د امريكې د سفارت خانې مخې ته په راغونډېدو سره په دغه ګستاخانه فېلم باندې احتجاج وكړ.
همچنين، چند تك تيرانداز از بالای ساختمان سفارت آمريكا به سوی تظاهركنندگان تيراندازی می كنند.
په دغو مظاهرو كې چې نن جوړې شوې مظاهره كوونكو د امريكې او اسرائيلو بېرغونو ته اور واچوۀ
له دې نه علاوه نن په لبنانړ فلسطين ، مصر، يمن، انډونېشيا، هند، بنګلاديش او كشمير په شمول مختلفو نورو سيمو كښې هم مسلمانانو يو لړ احتجاجی مظاهرې وكړې د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د امريكې او اسرائيلو لخوا په جوړ شوی له سپكاوی نه په ډك فېلم باندې احتجاج وكړ.
1098043