IQNA

د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د لوړ شخصيت معرفی كول، د دښمنانو د سپكاويو سره د مقابلې حل لاره

23:00 - September 15, 2012
د خبر لمبر: 2412046
د قرآنی كارونو ډله: د ايران د خراسان رضوی ولايت ګورنر د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د پائې په مراسمو كښې هغو سپكاويو ته په اشارې سره چې د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) او د قرآن پاك په نسبت شوی دی، څرګنده كړه: د داشان سپكو اقداماتو سره د مقابلې يوازنۍ لاره د قرآن پاك او د اسلام د قدرمن پيغمبر(ص) لازياته پيژندنه ده.
تبريز ته د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال د رپورټ له مخې: د خراسان رضوی ولايت ګورنر محمودصلاحی د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې په اختتاميه مراسمو كښې ووئيل: د دغو مقابلو په دريمه دوره كښې چې د مشهد په مقدس ښار كښې ترسره شوه، مرحوم استاد شعيشع ماته ووئيل چې كۀ په مشهد كښې له دنيا لاړم نو ما د اتم امام حضرت امام رضا(ع) د ملكوتی بارګاه په خوا كښې دفن كړئ.
دوی په دوام كښې په لاغوره توګه د دغو مقابلو د ترسره كيدو په هكله د يوشمير وړانديزونو په وركولو سره ووئيل: زۀ وړانديز كوم چې په دې مقابلو كښې د نورو هيوادونو د ګډون كولو زمينه هم برابره شی چې داشان پكښې لازيات هيوادونه ګډون وكړې شی. همداراز دې په دې مقابلو كښې د ميرمنو د شتون او ګډون كولو زمينه هم برابره شی.
دوی د خپلو ويناؤ په دوام كښې ووئيل: په دې وروستيو ورځو كښې د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی(ص) پرخلاف يو سپك اقدام ترسره شو چې د مسلمانانو قهر ئې راوپاروۀ او د دغه سپك كار له ترسره كيدو نه يوڅو ګينټې پس د دغه كار د ترسره كونكو پرخلاف يو ستر حركت او جوش راپورته شو. په دغو اقداماتو باندې د اعتراض كولو په شان كارونو ترڅنګ پكار دی يوشمير نور تكميلی كارونه هم ترسره كړو او د خپل ګران پيغمبر(ص) او د قرآن پاك په هكله خپل شناخت او معلومات زيات كړو.
صلاحی ټينګار وكړ: د دغو سپكاوی كونكو حركاتو په خاطر پكار دی د شناختونو او معلوماتو له زياتولو نه علاوه لازيات كانفرنسونه او ويناوې هم ترسره كړو او په دغو كانفرنسونو كښې د قرآن په نسبت د خلكو او مسلمانانو معلومات او شناخت زيات كړو. 1098509

captcha