نړيواله ډله: د برطانیې اسلامی مركز د يوې بيانیې په جاری سره كولو په امريكا كښې د خداے دګران رسول (ص) په نسبت له سپكاوی نه د ډك فېلم د غندلو په ترڅ كښې دغه فېلم د اسلام د مبين دين د څېرې د بدرنګ ښودلو او د مسلمانانو او د نورو اسمانی دينونو د پېروكارو ترمېنځ د تفرقې اچولو په لړ كښې له مخكښې نه يو پلان شوے پروګرام وبالۀ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) رپوټ وركړ، د برطانیې اسلامی مركز په دغه بيانينه كښې چې يوه نسخه یې اېكنا ته وركړې شوه اعلان وكړ: فتنه اچوونكو يو ځل بيا مبين دين او د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) دخپلو سپكاويو او توهين هدف وګرځوۀ او په جهالت او غفلت سره یې د اسلام تاريخ حقائق او د خداے دګران رسول (ص) مبارك سيرت تحريف كړ.
په دغه بيانيه كښې د قران شريف د سوره قلم ٥١ او ٥٢ مباركو ايتونو ته په اشارې سره چې فرمائی: قلم «وَإِن يكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ يعنې هغو كسانو چې كافران شول چې كله قران واورېد نو څه نۀ وو پاتې چې یې ستا لور ته سترګې ووهلې او وې ويل چې دې په رښتيايو لېونے دے او حال دا چې قران د نړيوالو لپاره له يو تذكر نه بل څه نه دی.)) راغلی دی دغه سپكاوے د هغۀ د عاملانو د كلتور د وروستو پاتې والی او پټې كينې ښودنه كوی او دغه اقدام یې د اسلام د مبين دين د څېرې د بدرنګ ښودلو او د مسلمانانو او د نورو اسمانی دينونو د پېروكارو ترمېنځ د تفرقې اچولو په لړ كښې له مخكښې نه يو پلان شوے پروګرام وبالۀ.
په دغه بيانيه كښې همدارنګ د سوره انفال ٢٥ مباركايت ته په اشارې سره چې فرمائی((وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ )) يعنې له هغې فتنې څخه چې يوازې له تاسو څخه ظالمانو ته نۀ رسیږی وويریږئ او پوه شئ چې خداے سخته سزا وركوونكے دے.)) راغلی دی چې اوس پكار دی پكار دی نړيوال قانون دغه اقدامات جرم وبلی او د عاملانو د محاكمه كولو او سزا كولو اقدام وكړی او له سترګو پټولو څخه دې ډډه وكړی.
1098771