د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الوسط بحرينی ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د بحرېن د بشری حقوقو مركز چې د دغه هېواد د يو شمېر انجمنونو نمائنده دے دا مطلب ((بحرېن ته د په جنېوا كښې له ملګرو ملتو له تنظيم سره وابسته د بشری حقوقو د شورا نصيحتونه)) تر عنوان لاندې يو رپوټ كښې خپور شوے دے. په دغه رپوټ كښې په پرامن احتجاجی مظاهرو كښې د ګډون كوونكو بحرينی ماشومانو او معذورو كسانو د حقوقو څرګنده خلاف ورزی شوې ده.
د بحرېن د بشری حقوقو مركز په دغه رپوټ كښې تاكيد وكړ: له دې سره سره چې د سزاګانو په قانون كښې شكنجه كول جرم دے، دغه جرم د بحرېن په قوانينو كښې نه دے تعريف شوے او د شكنجه كوونكو په خلاف هیڅ مخنيوونكے تدبير موجود نه دے.
په دغه رپوټ كې تاكيد شوے دے چې په بحرېن كښې د افرادو د سزا كولو قانون د نظر د څرګندونې او پرامن غونډو جوړولو په بهانه بدلون نۀ دے كړے. دغه قانونو له نړيوالو معيارونو سره مطابقت نه لری او په دې لړ كښې په سلګونوكسان محكوم شوی دی چې له هغوی څخه يو د بشری حقوقو كاركن نبيل رجب دے چې د د سوله ايزو او پرامن غونډې ته دبلنې په وجه په درې كاله قېد باندې محكوم شوےدے.
1100517