د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Xinhua خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د انډونېشيا ولسمشر د دغه ګستاخانه فېلم په خلاف پراخو نړيوالو احتجاجونو ته په اشارې سره له دغو دوو نړيوالو تنظيمونو څخه وغوښتل چې د دينونو د توهين په خلاف دې يو لړ مقررات وضع كړی. او داسې ګستاخانه واقعاتو مخنيوے دې وكړی.
هغۀ زياته كړه چې د دا ډول ګستاخانه اقدامات د مسلمانانو زړونه دردوی او زخمی كوی یې او كه مخه یې ونۀ نيوے شی نو په دنيا كښې به سخت اړې ګړې رامنځته شی چې كنټرول كول به یې مشكل شی.
د ويلو ده چې د انډونېشيا حكومت په دغه هېواد كښې د دغه ګستاخانه فېلم خپرول ممنوع اعلان كړی دی.
1102280