د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV» په نقل سره رپوټ وركړ، دغه مظاهره د امريكې د اسلامی مركز په اهتمام سره له نفرت سره د مقابلې او سولې، روغ نيت او دوستۍ د رواجولو په هدف سره وشوه.
د امريكې د اسلامی مركز مسئولانو اعلان وكړ، له اسلام او د مسلمانانو هېوادونو له كلتور سره اشنائی د دغې اجتماع له نورو اهدافو څخه دی.
وړمه ورځ د وږی دمياشتې په دېرشمه نېټه هم د مختلفو دينونو مشرانو د ځای او حكومتی چارواكو په ملګرتيا سره د امريكې د اسلامی مركز په وړاندې غونډه وكړه. هغوی د يو بل د لاسونو په نيولو سره د هغو هلو ځلو په خلاف چې د دينونو ترمېنځ د نفرت د جوړولو په هدف سره ترسره كیږی خپل احتجاج اعلان كړ.
1104207