IQNA

رسنه د فلسطين له مسئلې څخه د اسلامی بېدارۍ د قطب نما له انحراف څخه د مخنيوی لپاره يو مهم اوزار دے

22:38 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419796
نړيواله ډله: د فلسطين اليوم سپوږمكيز چېنل ډائرېكټر انور ابو طه وويل: نن د فلسطين له مسئلې څخه د اسلامی بېدارۍ د قطب نما د مخ د اړولو په لړ كښې د فعاليتونو كتونكی يو، نو ځكه پكار دی دغه رسنې د قطب نماد مخ ساتنه وكړی او اجازه دې ورنكړی چې غرضی عناصر خپلو اهدافو ته ورسی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د د فلسطين اليوم سپوږمكيز چېنل ډائرېكټر انور ابو طه پرون سهار د تلې د مياشتې په دريمه نېټه په تهران كښې د اسلامی رېډيوګانو او ټيلی ويژنونو د اتحادیې د عمومی اسمبلۍ د شپږمه غونډه كې په خپله وېنا كښې وويل: مونږ په تېرو نزديو كلونو كې د داسې انقلابونو كتونكی وو او يو چې د ازادۍ او ډېموكرېسۍ غوښتونكی وو خو كامباب نۀ شول.
انور ابوطه په دوام كښې وويل: په اوس حال كښې د داسې مغرضانه فعاليتونو كتونكی يو چې د فلسطين له مسئلې څخه د اسلامی بېدارۍ د قطب نما مخ اړونه او په قومی او ډله ايزو نښتو باندې د انقلابيانو اخته كول یې خپل هدف ګرځولے دے. نو ځكه پكار دی دغه رسنې د قطب نماد مخ ساتنه وكړی او اجازه دې ورنكړی چې غرضی عناصر خپلو اهدافو ته ورسی.
1105797
captcha