د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی راډيو او ټيليويژنونو د اتحادئې په غونډه كښې ټول ګډون كونكی او بهرنی ميلمانۀ نن د حضرت آيت الله العظمی خامنه ای سره ملاقات كوی او د دوی له ارزښتناكو بياناتو او ويناؤ نه به ګټه پورته كړی.
د اسلامی راډيوګانو او ټيليويژنونو د اتحادئې شپږمه عمومی غونډه چې د ((د مقاومت رسنۍ، تر برياليتوبه پوره د اسلامی بيدارۍ دوام)) په شعار سره د روانې تلې د مياشتې له دويمې نیټې څخه په تهران كښې پيل شوې ده، نن مازدیګر د اختتاميه مراسمو په ترسره كولو سره پائې ته ورسيدله. 1106674