IQNA

كريميان يوځل بيا د اسلامی راډيوګانو او ټيليويژنونو د اتحادئې د كلی منشی په توګه وټاكل شو

22:00 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419806
بين المللی ډله: حجت الاسلام والمسلمين علی كريميان د اسلامی راډيوګانو او ټيليويژنونو د اتحادئې د عمومی اسامبلې په شپږمه غونډه كښې يوځل بيا د دغې اتحادئې د عمومی منشی په توګه غوره شو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی راډيو او ټيليويژنونو د اتحادئې د سترسيكتر د ټاكلو په موخه د دغې اتحادئې د غړيو انتخابات پرون مازدیګر ترسره شول چې د هغو د نتايجو له اعلانه وروسته حجت الاسلام والمسلمين علی كريميان د څلور كلنې دورې لپاره د دغې اتحادئې د عمومی منشی په توګه باقی پاتې شو.
د غونډې په دوام د رئيسه هيئت د غړو د غوره كولو په موخه د عراق له الفرات چينل څخه عباس عسياری او د فلسطين اليوم شبكې نه انورابوطه د سترسكتر د مرستيال په توګه غوره شول.
د دغه رپورټ له مخې د اسلامی راډيو او ټيليويژنونو د اتحادئې په دغه غونډه كښې په عربی او فارسی دوو ژبو باندې د دغې اتحادئې د سافټ وئير مخ كتنه هم وشوه. په دغه سافټ وئير كښې د يو رسندوی بين المللی سيمبول په توګه د اتحادئې د ٥كلنو فعاليتونو او لاسته راوړنو يو رپورټ شامل دے. 1106744
captcha