IQNA

د ايت الله مهدی كنی په ګډون سره د پيغمبر(ص) د سپكاوی په خلاف د جمعې د امامانو او د تهران د طالبانو غونډه وشوه

23:09 - September 29, 2012
د خبر لمبر: 2422391
سياسی ډله: د جمعې امامانو، عالمانو، ويناوالو او د تهران واعظانو د پيغمبر(ص) د سپكاوی په خلاف نن د تلی د مياشتې په اتمه نیټه د مجلس خبرګان د مشر په ګډون سره په فلسطين ميدان كښې غونډه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، د جمعې امامانو، عالمانو، ويناوالو او د تهران واعظانو د پيغمبر(ص) د سپكاوی په خلاف نن د تلی د مياشتې په اتمه نیټه د مجلس خبرګان د مشر په ايت الله مهدوی كنی او د جماتونو د چارو د مركز په غوښته باندې ماسپښين په ميدان فلسطين كښې غونډه وكړه.
په دې غونډه كښې عالمانو، روحانيانو، د حوزې استاذان او د تهران او البرز استاذانو سره د خپلو شاګردانو د پيغمبر(ص) د سپكاوی په خلاف په غونډه كښې ګډون وكړ.
په دې غونډه كښې دينی ځوانان طالبان سپينو كفنونو سره راوتلی وو او د لبيك يا رسول الله نعرې یې ولې او د پيغمبر(ص) له شخصيته یې د ځان قربانول دښمنانو ته اعلان كړل.
1109441
captcha